IQNA

حسینی اربعین شپې ورځې او د امام علی(ع) حرم

په علوي مقدس حرم کې د حسینی عزادارانو ځوږ او ولوله  او پرتم

15:42 - August 13, 2025
د خبر لمبر: 3491534
ایکنا - په نجف او کربلا کې د حسینی اربعین په درشل کې د حسینی عزادارو غونډيدا او له نجفه تر کربلا پورې د پلي لاریون کونکو جوش او عشق په نجف اشرف کې په علوي مقدس حرم کې د لیدو وړ دی.

ایکنانیوز راپور راکوي،د حسینی اربعین په درشل کې د  حضرت امام  علی علیه اسلام سپيڅلی حرم یوه آسماني هینداره وړاندې کوي،علوي او حسینی عزادار په ابله پښو،بې قراره زړونو  او له اوښکو په ډکو سترګو سره د طلائي ګنبسۍ په سیوري کې د ؛یاحیدر، یا حیدر او لبیک یاحسین ،لبیک یا زینب  چغې پورته کوي .دا  د عاشقانو نجف دی ،داسې ښار چې د کربلا بوئ او ولوله  حسینی زیارتوالو  له ساه اخستو سره احساس کیدلی شي.یوه داسې ولوله چې  په نورو وختونو او په نورو ځایونو کې هیڅکله هم د احساسولو وړ نه وي  او دا یوه داسې ولوله او احساس دی چې له زرګونو کلومیټرو لیرې څخه حسینی مینه وال او داهل بیت علیهم السلام  عاشقان ځان ته راکاږي  او دلته خپله دعشق  او ولولې او پرتم مینه ماتوي.

د  ایکنانیوز د کیمرو سترګو دغه ولوله او مینه ستاسو ثبت کړې او ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4299632

captcha